په جنوبی وزیرستان واڼه کښې د پرایوټ سکولونو پرنسپالانو او استاذانو د خپل تښتول شوي ملګري پرنسپل رحمت الله وزیر د خوشې کولو لپاره د زیارت (پنجشنبې) په ورځ د اسسټنټ کمشنر واڼه دفتر مخې ته احتجاج وکړو. مظاهره کونکو له حکومت، انتظامیې او پولیس چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې پرنسپل رحمت الله وزیر دې سمدستي خلاص کړی شي او په دې لړ کښې دې جدي او اغیزمن ګامونه پورته کړی شي.
دوی وویل چې دوه اونۍ تېرې شوې خو لا هم د تښتول شوي پرنسپل د خوشې کېدو لپاره هېڅ پرمختګ نه دی شوی. چې له امله یې په تعلیمي کړیو کښې سخته اندېښنه خپره شوې ده. دوی خبرداری ورکړه چې که سمدستي او عملي اقدامات ونشول، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم په اوږدو شي او سخت احتجاج به کیږي.
د مظاهرې پر مهال د پرنسپالانو د یونین مشر همایون شریف او د نورو مختلفو سکولونو پرنسپالان هم موجود و.
په دې اړه ضلعي انتظامیې وویل چې پولیس او انتظامیه هڅې کوي چې پرنسپل رحمت الله په خیر خلاص کړی شي. دا یو حساسه موضوع ده او په دې کښې په حکمت او تدبیر سره کار روان دی.
یاد ساتئ چې دوه اونۍ وړاندې پرنسپل رحمت الله په لاره کښې د نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوي وو او تر اوسه پورې یې هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.