په بلوچستان کښې د پولیو خلاف کیمپین په رسمي توګه پیل شو. چې د بلوچستان لوی سکرټرې شکیل قادر خان د ماشومانو ته څاڅکي ورکولو سره افتتاح وکړه. د دې کیمپین په ترڅ کښې به د بلوچستان په ۲۶ ضلعو کښې نږدې ۲۰ لکه ماشومانو ته د پولیو ویکسین ورکړل شي.
دا کیمپین به د ستمبر له لومړۍ نیټې څخه شروع شي. لوی سکرټرې وویل چې یو مهم پرمختګ دا دی چې په بلوچستان کښې له تېرو لسو میاشتو راهیسې د پولیوي څه نوې پېښه نه ده ثبت شوې.
هغه زیاته کړه چې سره له دې دا خاص کیمپین به په هغو سیمو تمرکز وکړي چې د چاپیریال نمونو کښې پولیو ویروس موندل شوی وي. لکه څنګه چې په کویټه کښې په دې وروستیو کښې په بلیلي سیمه کښې مثبتې پایلې مخې ته راغلي دي.
بل پلو په خیبر پښتونخوا کښې هم د پولیو پر وړاندې جګړه روانه ده. چیرې چې د پولیو خلاف کیمپین په دوو پړاوونو کښې پرمخ وړل کیږي. د روغتیايي سلاکار احتشام علي په وینا په لومړي پړاو کښې به د ستمبر له ۱ څخه تر ۴ پورې په پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار او چارسدې په شمول په ۱۶ ضلعو کښې په مکمله توګه او په ۳ ضلعو کښې به په جزوي توګه ویکسین ورکړل شي. په دويم پړاو کښې به د بنو، باجوړ او ډي آيي خان ډویژن په اوو ضلعو کښې د ستمبر له ۱۵ څخه تر ۱۸ پورې کیمپین پرمخ وړل کیږي.
د دې کمپین له مخې په خیبر پښتونخوا کښې به له ۵ کالو څخه کم عمر لرونکو ۵۷ لکه ۵۰ زره ماشومانو ته د پولیو ویکسین څاڅکي ورکړل شي. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره ۲۷ زره د پولیو ټیمونه جوړ شوي دي. د ټیمونو د امنیت د یقیني کولو لپاره د پولیسو او نورو قانون نافذ کوونکو ادارو په مرسته له ۴۰،۰۰۰ څخه زیات امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي ترڅو کیمپین په بریالیتوب سره پای ته ورسول شي.
د روغتیايي سلاکار له والدینو هم غوښتنه کړې ده چې د پولیو ټیمونو سره په مکمله توګه همکاري وکړي او خپلو ماشومانو ته دا څاڅکي حتماً ورکړي. دا ویکسین د دې خطرناکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره زیات ضروری دي.