دولتي رسنیو په وینا د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفيشيل انټيليجنس) سره سمبال نوي ځانمرګي ډرون الوتکې ښکاره کړې.
د کوریا مرکزي خبري ايجنسۍ (KCNA) لخوا خپاره شوي انځورونه ښیې چې کیم په یوه هوايي ډګر د ډرون الوتکې معاینه کوي او وروسته یې د هغوی د تولید د پراختیا پلان تصویب کړ.
دا ډرون الوتکې چې د ګرځېدونکو مهماتو په نوم هم پیژندل کیږي. د جوړو شویو چاودیدونکو توکو په لیږدولو سره په هدفونو د غورځېدو لپاره ډیزاین شوي دي. د هغوی د AI وړتیاوې د شمالي کوریا په نظامي ټیکنالوژۍ کښې د پام وړ پرمختګ استازیتوب کوي. چې په پیل کښې د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کښې د خپلو وسلو په سیسټمونو کښې د AI د یوځای کولو ژمنې سره څرګند شو.
د کارنیل بروکس ټیک پالیسي انسټیټیوټ اجرایوي رییس جیمز پیټن راجرز بي بي سي ته وویل چې د دې وسلو د لارښوونې لپاره د AI الګوریتمونو پیاوړتیا او امنیت تر پوښتنې لاندې کیدی شي. هغه وړاندیز وکړ چې دا ټیکنالوژي احتمالاً له روسیې سره د همکارۍ څخه ګټه پورته کړې وي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي نږدې اړیکو ته د ټيکنالوژۍ تبادله هم کولی شي.
دا همکاري په يوکرین کښې د روسیې په جګړه کښې د شمالي کوریايي سرتیرو د مرستې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د احتمالي ټیکنالوژۍ تبادلې تړونونو په اړه د راپورونو له لارې نوره هم څرګندیږي.
د دې ډرون الوتکې ترڅنګ شمالي کوریا خپله لومړنۍ هوایي ژر خبرداری ورکونکې الوتکه هم ښکاره کړې ده.