د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ یوه لوړپوړې غونډه کښې پرېکړه وشوه چې د جعفر ایکسپریس پر ریل ګاډي د برید مسوولین به رسوا کوي.
په دې غونډه کښې د ټولو څلورو صوبو ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان مشرانو ګډون وکړو او د ملي ایکشن پلان لاندې د ملي بیانیې پر پیاوړتیا یې تمرکز وکړ.
سرچینو څرګنده کړې چې دا غونډه د وزیراعظم په کور کښې وشوه او په جعفر ایکسپریس برید کښې د لاس لرونکي کسانو په څرګندلو او نړۍ ته د هغوی د کړنو په ښودلو کښې پر صفری زغم ټینګار وشو. په ټولنیزو رسنیو کښې د ناسم معلوماتو او پروپيګنډه مخنیوی د غونډې یوه مهمه موضوع وه.
ګډونوالو چې پکښې پوځي او ملکي مشران هم شامل وو. په روايتي او ډیجیټلي رسنیو کښې د هېواد ضد کمپاین سره د مبارزې پر سر سلا وکړه. هڅې به په هغو مطالبو بندولو متمرکزې وي چې ملي وحدت او امنیت ته زیان رسوي.
ده دي نه علاوه غونډې د ملي امنیت او همغږۍ د ښه کولو لپاره د صوبو ترمنځ پر همکارۍ او ګډ کار ټینګار وکړ.
په غونډه کښې دا هم وڅېړل شوه چې څنګه فلم او ډرامه د ملي بیانیې په ترویج کښې په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ وکارول شي. پرېکړه وشوه چې ډیجیټلي رسنۍ به هم د معلوماتو په خپرولو او د ترهګرۍ د منفي ټولنیزو اغیزو په مخنیوي کښې مهم رول ولوبوي او دا هم پرېکړه وشوه چې د ترهګرۍ په اړه پوهاوی به په ملي نصاب کښې شامل شي.
بلوچستان په تېره یوه میاشت کښې د ترهګریزو بریدونو لړۍ لیدلې ده. لږ تر لږه ۲۶ کسان هغه مهال ووژل شول چې جعفر ایکسپریس د سیبي ښار ته نږدې وتښتول شو. یوې ژغورنې عملیات کښې ۳۳ ترهګر ووژل شول چې په دې برید کښې ښکېل وو. د سه شنبې په ورځ امنیتي ځواکونو لږ تر لږه څلور وسله وال هغه مهال ووژل چې ده صوبې په مختلفو برخو کښې یې لګولي سړکونه پاکول.