د پنجاب اسمبلۍ د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵-۲۰۲۴ د پلټنې په راپور کښې حیرانوونکي حقایق په ډاګه شوي دي.
د پلټنې راپور له مخې د پنجاب د کورنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې له ادارو څخه د کروړونو روپیو په ارزښت وسلې او مهمات ورک شوي دي. د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د ۱۲ ولسوالیو څخه د وسلو او مهماتو د غلا، ورکېدو او نه موندلو په اړه راپور خپور شوی دی.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د پلټنې راپور له مخې د ۲۴ کروړه او ۵۵ لکه روپیو څخه زیات مالیت لرونکي توکي ورک شوي دي چې تر اوسه نه دي موندل شوي. د ۲۰۲۱-۲۳ کالونو په اوږدو کښې د مظفرګړ ډي پي او له دفتر څخه د ۸ کروړه او ۳۴ لکه روپیو څخه زیاتې وسلې او مهمات ورک شوي دي.
راپور زیاتوي چي د لاهور د ډي آئي جي عملیاتو له دفتر څخه د ۴ کروړه او ۷۱ لکه روپیو څخه زیاتې وسلې او مرمۍ ورکې شوې دي. د لاهور پولیس دفتر څخه د ۴ کروړه او ۶۸ لکه روپیو څخه زیاتو ورک شویو وسلو ریکوري تر اوسه نه ده شوې.
په راپور کښې ویل شوي چې د ملتان د سي پي او له دفتر څخه د ۷۴ لکه روپیو څخه زیاتې رایفلې او مهمات ورک شوي دي. د ۲۰۰۹ کال په اوږدو کښې د لاهور مرکزي زندان مختلفو افسرانو ته ورکړل شویو رایفلو ریکارډ هم موجود نه دی.
د راپور له مخې د سیالکوټ ډي پي او د ۵۶ لکه او ۱۴ زره، د ساهیوال ډي پي او ۴۳ لکه، او د اوکاړې ډي پي او د ۳۸ لکه روپیو څخه زیات مالیت لرونکې وسلې او توکي ورک کړي دي.
پر دې سربېره د ګجرات ډي پي او له دفتر څخه د ۳۵ لکه او د فیصل آباد ډي پي او له دفتر څخه د ۲۶ لکه روپیو څخه زیاتې وسلې او مهمات ورک شوي دي.
