د سې شنبې په ورځ په بلوچستان کښې د پولیو ويکسینیشن پر یوې ډلې نامعلومو کسانو برید وکړ. چې له امله یې یو امنیتي چارواکی ووژل شو.
د پولیو پر دې ډلې د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کښې په کلي محمد حسني کښې برید شوی دی.
یو پولیس چې د پولیو د ډلې د امنیتي ساتنې برخه و. د ډزو له امله ټپي شو او وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه د جمال آباد اوسیدونکی وحید احمد پېژندل شوی دی.
وزیر اعظم شهباز شریف د پولیو پر ډلې دا برید غندلی دی. د وزیر اعظم له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې شهباز د وژل شوي پولیس کورنۍ ته تسلیت ویلی دی. هغه دا هم زیاته کړې چې حکومت به د هغو عناصرو سره د مقابلې لپاره سخت اقدامات وکړي چې د کیمپین له پاره خنډ ګرځي.
د دوشنبې په ورځ د پولیو ويکسینیشن یو لوی کیمپین په ټول هیواد کښې پیل شو. چې موخه یې د پنځو کالونو څخه کم عمر لرونکو ۴۵ میلینه ماشومانو ته واکسین ورکول دي. دا کیمپین به یوه تر یوي اونۍ پوري دوام وکړي.
پاکستان او افغانستان یوازیني هیوادونه دي چیرې چې پولیو لاهم شتون لري. هغه عوامل چې د ويکسینیشن هڅې یې زیانمنې کړې دي. په ځانګړي توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کښې د پولیو ډلو ته امنیتي ګواښونه شامل دي.