به‌روزرسانی دربارهٔ8 hours ago

د بنو جاني خېل سیمې څخه وسله والو کسانو د تعمیری کار یو مستري او درې مزدور د یو پک اپ ډاټسن موټر او ډرایور سره یو ځای وتښتول.

د ګنډي خان خېل سیمې اوسېدونکي انشاء الله خان په اړیکه کښې وویل چې د دوی د کلي ګنډي خان خېل اوسېدونکی مستري ارشاد خان څلور ورځې مخکې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا تښتول شوی و. هغه د درې نورو مزدورانو سره یو ځای هره ورځ د تعمیر کارۍ د کار څخه وروسته په ډاټسن موټر کښې کور ته راتلل.

هغه وویل چې دوی په کوم پک اپ موټر کې راتلل، په هماغه موټر کې د ډرایور سره یو ځای تښتول شوي دي. هغه زیاته کړه چې اوس د دوی د خلاصون لپاره مشرانو هڅې پیل کړي دي.

ویل کیږي چې سید ظاهر شاه د تعمیر کارۍ قرارداد اخیستی و او دغو ټول خلکو د هغه سره کار کولو. کله چې د دې پېښې د تصدیق لپاره د سید ظاهر شاه سره اړیکه ونیوله شوه، نوهغه وویل چې هغه اوس هم په یوه مهمه جرګه کښې ګډون کوي او اوس مهال د دوی هڅه دا ده چې تښتول شوي کسان په خوندي ډول خلاص او خپلو کورونو ته ورسوي. په دې اړه یې له نورو خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

له نورو سرچینو څخه ترلاسه شویو معلوماتو کښې ویل شوي چې په تښتول شویو مزدورانو کښې د ګنډي خان خېل اوسېدونکي منیب خان، عطاء الرحمن او سفیرالله خان هم شامل دي. د پک اپ ډرایور د لکي مروت د شاه طوره تختي خېل کلي اوسېدونکی دی، خو تر اوسه یې نوم نه دی څرګند شوی.

د ګنډي خان خېل سیمې یوه ځوان وویل چې په کلي کښې د مشرانو جرګه روانه ده، چې د ویډیو او عکس اخیستلو اجازه نه ورکول کیږي، خو په جرګه کښې ویل شوي چې نامعلومو وسله والو کسانو د مستري او مزدورانو د خلاصون په بدل کښې دوه کروړه روپۍ تاوان غوښتی دی.

نور ولولئ