قبایلي مشرانو د پنجشنبې په ورځ په پېښور کښې له امنیتي چارواکو سره وکتل، ترڅو په کرم کښې امنیتي وضعیت او د بحران د حل لپاره احتمالي تدابیر وڅېړي.
په دې خبرو کښې ایډیشنل بریګیډ کمانډر او ونګ کمانډر هم شامل وو، چې د بوشهرې له مشرانو سره یې خبرې اترې وکړې.
د راپورونو له مخې، امنیتي چارواکو له قبایلي مشرانو وغوښتل چې په کرم کښې د دایمی سولې د راوستلو لپاره د دوی د اقداماتو ملاتړ وکړي. دوی ټینګار وکړ چې د وسله والو پر وړاندې د پام وړ لاسته راوړنو لپاره باید د چارواکو په تګلارو کښې دوام یقیني شي.
په ځواب کښې، قبایلي مشرانو امنیتي چارواکو ته په کرم کښې د وسله والو پر وړاندې په روانو عملیاتو کښې په پوره توګه همکارۍ ډاډ ورکړ. په هرصورت، دوی غوښتنه وکړه چې عملیات ده د څه ظلم کولو بغیر ترسره شي.
قبایلي مشرانو چارواکو ته د تل-پاړاچنار لویې لارې د بندېدو له امله د کرم د خلکو د ستونزو په اړه هم وویل.
دغه لویه لار په سیمه کښې د شیعه او سني قومونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله له څلورو میاشتو څخه زیات وخت راهیسې بنده شوې ده. د لویې لارې بندیدل، چې د دې ولسوالۍ اصلي سړک دی، دا مانا لري چې سیمه تقریبا له ټول هېواد څخه پرې شوې ده. د بندېدو له امله په سیمه کښې د ضرورت د سامان سخت کمښت رامنځته شوی دی……