د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، هغه کس چې د وایټ هاوس ترڅنګ یې دوه نیشنل ګارډ سرتېري په ډزو سخت ټپیان کړل، ۲۹ کلن رحمتالله لاکنوال دی چې د خوست ولایت اوسېدونکی بلل کېږي. چارواکي دا پېښه د احتمالي ترهګرۍ عمل ګڼي.
دا برید د چهارشنبې په ورځ د ماسپښین ۲:۱۵ بجې د واشنګټن ډي سي د فاراګیټ ویسټ مېټرو سټېشن ترڅنګ رامنځته شو.
بریدکوونکي د ویسټ ورجینیا نیشنل ګارډ پر دوو ګزمه کوونکو سرتېرو کمین ونیو او ډزې یې پرې وکړې. دواړه سرتېري په سخت ډول ټپیان شوي دي.
د ډزو په تبادله کې رحمتالله لاکنوال هم ټپي شو او دا مهال د پولیسو په ولکه کې دی. د پېښې لومړنۍ پلټنې د ایفبيايي او سیمهییزو پولیسو له لوري په ګډه روانې دي.

رحمتالله امریکا ته څنګه ورسېد؟
رحمتالله لاکنوال په سپتمبر ۲۰۲۱ کې د امریکا له افغانستانه د وتلو وروسته د افغان کډوالو د بیا میشتېدو د پروګرام “آپریشن الایز ویلکم” له لارې امریکا ته انتقال شو.
هغه له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره د واشنګټن ایالت د بیلینګهم په ښار کې اوسېده او په ایمېزون او ایمېزون فلیکس کې یې دندې ترسره کولې.

فاکس نیوز د استخباراتي سرچینو په حواله ویلي چې لاکنوال په کندهار کې د “پارټنر فورس” غړی پاتې شوی او د امریکا د حکومت له بېلابېلو ادارو، په ځانګړي ډول له سي آی ای، سره یې اړیکې لرلې.
د اين بي سي نيوز په وینا، د هغه یوه خپلوان ویلي چې لاکنوال نږدې لس کاله د افغان پوځ غړی و او په دې موده کې یې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره ګډ ماموریتونه ترسره کړي دي.



