د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د چهارشنبې په ورځ د وایټ هاوس څو بلاکونه لرې د ورځې په رڼا کې د ډزو یوه پېښه رامنځته شوه چې له امله یې د نیشنل ګارډ دوه سرتېري سخت ټپیان شول او سمدستي روغتون ته ولېږدول شول. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه پېښه “ترهګریز برید” وباله.
ولسمشر ټرمپ تایید کړه چې نیول شوی بریدکوونکی یو “بهرنی وګړی” دی چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه امریکا ته تللی و. ټرمپ دا پېښه “د شر، کرکې او ترهګرۍ عمل” وبلله او غوښتنه یې وکړه چې د بایډن ادارې په موده کې له افغانستانه راغلي ټول کسان دې بیا وڅېړل شي.
له دې پېښې لږ وروسته، د امریکا د تابعیت او مهاجرت خدماتو اداره (USCIS) اعلان وکړ چې د افغان وګړو د ټولو مهاجرتي غوښتنلیکونو پروسس به د نامعلومې مودې لپاره ودرول شي.
د واشنګټن ښاروالې موریل باؤزر دا پېښه “هدفمند برید” وبلله او ویې ویل چې بریدکوونکي پرته له هر ډول خبرداري په کمین کېناست او په ګزمه بوخت دوه نیشنل ګارډ سرتېري یې په نښه کړل.
په ټپيانو کې یو نارینه او یوه ښځینه سرتېره شامل دي او د دواړو روغتیايي حالت نازک بلل کېږي. د ډزو په جوابیه تبادله کې بریدکوونکی هم ټپي شوی دی.
د ایفبيايي د لومړنیو معلوماتو له مخې، بریدکوونکی ۲۹ کلن رحمتالله لاکنوال دی چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه امریکا ته کډه شوې وه. پلټونکي دغه پېښه د نړیوالې ترهګرۍ د احتمالي عمل په توګه ارزوي.
ولسمشر ټرمپ د دفاع وزیر پیټ هیګسیت ته امر کړی چې په واشنګټن کې دې نور ۵۰۰ نیشنل ګارډ سرتېري بېړني ځای پر ځای شي.
د برید وروسته د امریکا په مسلمانو ټولنو کې اندېښنې زیاتې شوي چې هسې نه په ټول هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې منفي غبرګونونه را پيدا شي. د قانون پلي کوونکو ادارو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د پلټنو تر پایله پورې دې له هر ډول قضاوت څخه ډډه وشي.



