د جنوبي وزیرستان لوېر په غنډک سیمه کې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د ترهګرو پر ضد یو بریالی عملیات ترسره کړی چې په پایله کې دوه وسلهوال له منځه تللي دي. د پوځ سرچینې وایي چې عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس شوي او ځواکونو په کې بشپړه مسلکي وړتیا ښودلې ده.
د امنیتي سرچینو په وینا، ځواکونه چې سیمې یې له وړاندې کلابنده کړې وه، د ترهګرو پټنځای یې په نښه کړ. د سختې نښتې پر مهال دوه ترهګر ووژل شول او راپورونه ښيي چې نور څو تنه یې ټپیان شوي هم دي.
امنیتي چارواکي زیاتوي چې وژل شوي کسان د یوې ناقانونه ډلې فتنهالخوارج غړي وو او په سیمه کې یې د نا امنۍ د یوې نوې څپې د پیلولو هڅه لرله.
سرچینې زیاتوي چې د ترهګرو د بشپړ له منځه وړلو لپاره په سیمه کې د کلیئرنس عملیات پیل شوي دي، څو پاتې وسلهوال د تېښتې چانس پیدا نه کړي. امنیتي ځواکونه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د سیمې د بشپړ امنیت لپاره هڅې روانې دي.



