به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د پاکستان لومړی وزیر محمد شهباز شریف نن د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسیدلی، څو د راتلونکي پانګونې نوښت نړیوال کنفرانس (FII9) کې ګډون وکړي. دا سفر د سعودي ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان د ځانګړې بلنې په اساس ترسره کېږي.

شهباز شریف د لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتيا ریاض ته تللی دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو مرستیال لومړی وزیر اسحاق ډار، د مالیې وزیر محمد اورنګزیب، د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ او د وزیر اعظم سلاکاران طارق فاطمي او بلال بن ساقب شامل دي.

یاد کنفرانس چې سږکال د “د سوکالۍ کلي: د ودې نوې سرحدونه پرانستل” په موضوع جوړ شوی، د نړۍ د اقتصاد مهم مشران، پانګه‌وال او پالیسي جوړوونکي راټولوي، څو پر نوښت، دوامدار پرمختګ، اقتصادي مشارکت او نړیوالو جیوپولیټیکي بدلونونو بحث وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د شهباز شریف د سفر په اجنډا کې د سعودي مشرتابه سره مفصلې ناستې او خبرې شاملې دي، څو په سوداګرۍ، پانګونه، انرژۍ او بشري سرچینو کې دوه اړخیزې اړیکې نوره هم پراخې شي.

تمه کېږي چې د پاکستان لومړی وزیر به د کنفرانس ترڅنګ د ګڼ شمېر هېوادونو له مشرانو او د نړیوالو ادارو له مشرتابه سره هم وګوري، او د پاکستان د پانګونې پراخ فرصتونه به ترې نړۍ ته معرفي کړي.

سرچینې وايي، اسلام‌اباد تمه لري چې دا سفر به د اقتصادي همکارۍ، دوامدار پرمختګ او ګډو ګټو د لاپیاوړتیا سبب شي.

نور ولولئ