پېښور: د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، د امنیتي ځواکونو لخوا د پاکستان ـ افغانستان په پوله د نفوذ هڅه کوونکي ۲۵ ترهګر، چې د “هند په ملاتړ فعالیت کوونکي” او “فتنه الخوارج” بلل شوي، په بېلابېلو عملیاتو کې وژل شوي دي. دا نفوذ هڅې د اکتوبر له ۲۴مې څخه د ۲۵مې شپې ته د کرم په غاکي سیمه او د شمالي وزیرستان په سپین وام کې ترسره شوې وې.
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، په شمالي وزیرستان کې د سپین وام په عملیاتو کې ۱۵ ترهګر وژل شوي چې څلور ځانمرګي برید کوونکي هم په کې شامل وو.
پوځ زیاتوي چې د کرم په غاکي سیمه کې نور ۱۰ تنو نفوذ کوونکو ترهګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سختې نښتې پر مهال د پاکستان پنځه مېړني سرتیري شهیدان شوي دي چې په کې شامل دي: حوالدار منظور حسین (ضلع غذر)، سپاهي نعمان الیاس کیانی (ضلع پونڅه)، سپاهي محمد عادل (ضلع قصور)، سپاهي شاه جهان (ضلع وهاري) او سپاهي علي اصغر (ضلع پاک پتن).
ISPR د افغانستان د لنډمهاله حکومت پر ارادو شک څرګند کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د دوحې تړون له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي او افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې د کارېدلو څخه راونغاړي.
امنیتي ځواکونو ټینګار کړی چې د هېواد څخه د ترهګرۍ د ریښې ایستلو لپاره به د عزمِ استحکام عملیات په پوره ځواک او پرېکنده اراده روان وي.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د امنیتي ځواکونو دا عملیات ستایلي او شهید سرتېرو ته یې د درناوي او عقیدت څرګندونې کړي دي. ولسمشر ویلي: “خوارج او د دوی هندي ملاتړ کوونکي به هېڅکله په خپلو ناپاکو موخو کې بریالي نه شي.”



