به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

په خیبرپختونخوا کې د شمالي وزیرستان پولیسو په یوه مهمه او پر وخت کاروایې کې د سواره/واني د پښتو شوې دستور لاندې دوه کم عمره ماشومې نجونې وژغورلې. چې په زور یې افغانستان ته د واده لپاره وړلې. پولیسو په دې غیر قانوني عمل کې د لاس لرونکي اصلي ملزم هم نیولی دی.

​دا کاروایي د ضلعی پولیسو مشر وقار احمد په خاص لارښوونو تر سره شوه. چې په پایله کې یې دغو دوو نجونو ته د طورخم د لارې د سرحد څخه د اوړولو خطرناک پلان ناکام شو.

​د پولیسو د تفصیلاتو مطابق پولیسو ته یو معتبر خبر رسیدلی وو چې د غلام خان تحصیل د دیوگر سیدگی څخه دوه کم عمره نجونې، چې د ۱۲ او ۱۴ کالو دي او نومونه یې (ک) او (ف) دي. په زور افغانستان ته لیږدول کیږي. پولیسو سمدلاسه اقدام وکړو او نجونې یې وژغورلې.

​د پلټنو څخه دا خبره څرګنده شوه چې دا نجونې یو افغان میاغر نومي میشت سړی د طورخم په لورې بیایې.

​د ډی پی او وقار احمد تر څارنې لاندې د غلام خان ایس ایچ او رقیب خان او پلټونکی ټیم سمدلاسه اقدام وکړو او اصلي ملزم میاغر یې په حراست کې واخیستو او حوالات ته یې ولیږدوو. پولیسو د مروجه قوانینو لاندې مقدمه هم ثبت کړې ده.
​د ضلعی پولیسو مشر وقار احمد په خپل بیان کې وویل چې د ماشومانو او میرمنو حفاظت زمونږ لومړۍ او اساسی ترجیح ده. مونږ به د جبري واده/سواره او نورو غیر قانونی کارونو د مخنیوی لپاره د قانون مطابق پوره کاروایې جاري ساتو او د دې ډول ظالمانه فیصلو ته به هیڅکله اجازه ورنکړو.

نور ولولئ