د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل (IG) ښاغلي ذوالفقار حمید د کرک سفر پر مهال له پولیس افسرانو، مشرانو او سیمه ایزو مخورو سره په خبرو کښې وویل چې د پولیسو ستونزې به په لومړیتوب کښې حل کړي.
هغه وویل چې په کرک کښې د اسانتیاوو کمی ده. خو بیا هم د کرک پولیس په زړورتیا خپله دنده ترسره کوي.
د کرک په ضلع کښې به د ایلیټ او FRP ځواکونو کمی پوره کړي. هغه د کرک اوسېدونکي چې په نورو ضلعو کښې دندې ترسره کوي. هغه به کرک ته ولېږدول شي. څو د خپلې سیمې اوسېدونکي په توګه پر جرمونو قابو وکړي. پر خراب امنیتي وضعیت قابو موندل یوازې د پولیسو او ولس په ګډو هڅو امکان لري. د کرک د کوه میدان سیمه څه موده وړاندې د ترهګرۍ او ناامنۍ مرکز ګڼل کېده خو د ولس په مرسته په دې غرنۍ سیمه کښې سوله راغله. اوس به ترهګري له بېخه د ختمولو لپاره کار کوو.
په کرک کښې د سیمه ییزو خلکو د ګمارلو یوه منصوبه لرو. څو ژر تر ژره د ترهګرۍ مخه ونیول شي. همدارنګه د نشه یي توکو، په خاص توګه د آیس، د ختمولو لپاره د یو خاص فورس د جوړولو منصوبه هم شته.