به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د آئي ایس پي آر مشر لېفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري ویلي دی چې د پوځ د مشر په خاص لارښوونه د ټول هېواد په سیلاب ځپلو سیمو کښې د مرستې چارې په چټکۍ سره روانې دي. هغه دا خبره د شورو (چهارشنبې) په ورځ د اطلاعاتو له وزیر عطاالله تارړ او د ملي آفاتو انتظاميې (این ډي اېم اې) له مشر سره په اسلام اباد کښې یوې خبري ناستې ته وکړه.

​لېفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري نور معلومات ورکړل او ویې ویل چې تر اوسه پورې پوځ ۲۸ زره کسان له سیلاب څخه محفوظ ځایونو ته لېږدولي دي. هغه ژمنه وکړه چې پوځ د دې سختې شېبې په ترڅ کښې د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ دی.

​د مرستې او بيا رغونې د چارو پر مهال د مرګ ژوبلې په اړه يې وويل چې د پوځ دوه سرتېري شهیدان او دوه نور ژوبل شوي دي. د پوځ انجنیرانو د ضلعی له ادارې سره په ګډه په خیبر پښتونخوا او ګلګت کښې د سیلاب له امله درې لوی پُلونه او سړکونه بيا رغولي او په آزاد کشمیر کښې هم د بيا رغونې کار روان دی.

​د کرتارپور د یوه ستر ژغورونکي اپریشن ترڅنګ پوځ د سیلاب ځپلو کسانو لپاره ۲۹ روغتیايي مرکزونه هم جوړ کړي دي. ډي جي آئي ايس پي آر دا هم روښانه کړه  چې سره له دې حالاتو د ترهګرو خلاف اپریشن هم روان دي تر څو هغوی له موجوده وضعیت څخه ګټه وانخلي.

​د اطلاعاتو وفاقي وزیر وویل چې دا مهال د هېواد درې دريابونه له سیلاب سره مخ دي. په ستلج درياب کښې د ګندهارا څخه د هیډ خانکي په لور د اوبو بهېدل ډېر زیات شوي دي. چې دا مهال پکې د ۱۰ لکه کیوسکه اوبو بهاؤ شته. د دې اوبو بهاؤ اوس د قادر آباد په لور روان دی.

​د خبري ناستې پر مهال د ملي آفاتو انتظاميې (این ډي اېم اې) مشر وویل چې د ستلج درياب له غاړو څخه تر اوسه ۲ لکه کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي. سیلاب ځپلو کسانو ته خېمې او نور ضروری سامان هم ورکول کېږي.

​هغه وویل چې په راتلونکو دوو ورځو کښې د ممکنه بارانونو او سیلابونو له امله په مکمله توګه چمتووالی نیول شوی دی. په لاهور، سیالکوټ، ګوجرانواله او نارووال کښې د نورو بارانونو امکان هم شته.

​د ملي آفاتو انتظاميې مشر خبرداری ورکړی چې د هیډ خانکي او قادر آباد ترمنځ په ستلج درياب کښې نورې اوبه هم راتلای شي.

نور ولولئ