به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

لیویز چارواکو ویلي چی لومړی پیښه د خضدار په ضلع  زہری تحصیل کښی وشوه. چی هلته یو سړی د ناموس په شک خپله ښځه په ډزو وژلی ده. په هم دی وخت کښی یی بل سړی هم وژلی چی په هغه یی شک وو چی د ده د ښځی سره یی ناجایز تعلقات لرل. ملزم د پیښی نه وروسته تښتیدلی دی. لیویز د دی پیښی رپورټ درج کړی دی.

​بله پیښه د بولان په ضلع د بهګ په غلام مصطفیٰ کلی کښی وشوه. د لیویز په وینا احمد خان خپله ښځه رابعه او یو بل سړی محمد آصف نومې په ډزو وژلی دی. ملزم له پیښی نه وروسته تښتیدلی او لیویز په دی اړه نور تحقیقات کوی.

​د عورت فاؤنڈیشن او ای وی اے ډبلیو جی الائنس د دی پیښو په اړه سخت تشویش ښودلی او د بلوچستان حکومت نه یی د ښځو او نجونو خلاف د تشدد د زیاتیدو مخنیوی لپاره فوری ګامونو اخیستلو غوښتنه کړی ده. هغوی په خپله بیانیه کښی ویلي دی چی د دی وروستیو پیښو د انسانیت او ټولنیز تحفظ ټول ادعاګانی ردی کړی دی.

​په بیانیه کښی دا هم ویل شوی دی چی د زہری، خضدار، بهګ، بولان، مستونګ، اوسته محمد، سریاب، او خروټ آباد په څیر سیمو کښی د ناموس په نوم قتلونه، د معصومو نجونو وژل، او نور وحشیانه تشدد، دا ټول د بلوچستان یو ویرونکی انځور وړاندی کوی. دا څرګندوی چی په دی صوبه کښی ښځی او نجونی څومره ناامنه دی.

نور ولولئ