به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د بلوچستان صوبی په دارالخلافه کوېټه کښې د جمیعت علمای اسلام (جے یو آی) پارټۍ کارکوونکو د خپل سیمه ییز مشر سردارزاده میر محمد یوسف قلندراني د ورکېدو په اعتراض کښې کوېټه کراچۍ قومي لویه لاره بنده کړې ده.

​د راپورونو له مخې احتجاج د سبزي منډۍ په سیمه کښې شروع شو. چېرې چې د جے یو آی غړو پر سړک ناسته (دھرنا) وکړه او د خپل مشر د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه. د ځايي سرچینو په حواله دوی لویه لاره له دواړو خواوو بنده کړې ده. چې له امله یې د مسافرو او مال وړونکو موټرو تګ راتګ سخت اغېزمن شوی دی.

​د ځايي سرچینو په وینا پارټۍ کارکوونکو ویلي دي چې تر هغه وخته به یې پر سړک ناسته دوام ولري. ترڅو چې قلندرانی بېرته نه وي راغلی. په دې لاره د بندېدو له کبله په سلګونو موټر بند پاتې شوي دي چې دا د هېواد له ډېرو مصروفو لویو لارو څخه ده.

​د راپورونو له مخې د جے یو آی مشر سردارزاده میر محمد یوسف قلندراني له څو ورځو راهیسې ورک دی. د پارټۍ په وینا نوموړی په نامعلومو شرایطو کښې بې درکه شوی. چې له امله یې د پارټۍ غړي او پلویان ډېر په غصه دي.

​د کوېټې کراچۍ لویه لاره د بلوچستان د دارالخلافه او بندر ښار رمنځ یوه مهمه ځمکنۍ اړیکه ده. ځکه د دې لارې بندېدل خاص اهمیت لري. تر اوسه چارواکو د دغه احتجاج په اړه هېڅ څه رسمي وینا نه ده کړې.

نور ولولئ