د خيبر پښتونخوا د بنو په هوید تاڼه کښې کار کونکی یو پولیس سرتېری د ترهگرو په برید کښې شهید شوی دی. د شهید شوي پولیس نوم رفیع الله دی. ترهګرو د شهید رفیع الله په کور برید کړی دیږ
د ځایي سرچینو په وینا ترهگرو د ډزو وروسته د شهید شوي پولیس سرتېري دوه ورېرونه هم تښتولي دي. د پېښې خبر ترلاسه کېدو سره سم پولیسو سمدستي په سیمه کښې لټون شروع کړی دي.
د شهید رفیع الله جسد د پوسټ مارټم لپاره بنو ډي ایچ کیو روغتون ته انتقال کړی شوی دی. پولیس او امنیتي ادارې سیمه کلابنده کړه او د مجرمینو په لټون کښې مشغول دي.