به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په سعودي عرب کښې د عمرې له ادا کولو وروسته د سفر په ترڅ کښې په یوه خواشینونکې ترافیکي پېښه کښې د خیبر پښتونخوا بونیر ضلعې ۷ پاکستانیان شهیدان شوي او ۶ نور ټپیان دي.

ځايي سرچینو ویلي چې د بونیر د ډاګۍ توتلي سیمې ۱۳ کسیز کاروان د عمرې د ادا کولو وروسته له عرفات څخه مدینې منورې ته روان و. چې په لاره کښې یې موټر ته پېښه راغله.

ټول زیانمن شوي کسان د عمر باچا له کورنۍ سره تړاو لري. په شهیدانو کښې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي. ویل کېږي چې دوی ټول خپلوان دي.

د دې پېښې خبر په چټکۍ سره خپور شو چې وروسته یې د بونیر په ډاګۍ توتلي سیمه کښې سخت غم خپور کړ. په سیمه کښې د خواشینۍ فضا خپره ده او د خواخوږۍ لړۍ روانه ده.

د کورنۍ په وینا د شهیدانو جنازه به نن شپه په سعودي عرب کښې ادا شي او ټپیانو ته په سعودي روغتونونو کښې طبي مرستې ورکول کېږي.

نور ولولئ