د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پنجشنبې په ورځ د امریکا د چارو سرپرستې نټالي بیکر سره وکتل. په دې لیدنه کښې د پاکستان او امریکا د اړیکو د پیاوړتیا او په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه خبرې وشوې.
چارواکې بیکر په پاکستان کښې وروستۍ ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل. چي په هغه کښي د جعفر ایکسپریس د تښتولو، او د قربانیانو کورنیو ته یې ژوره خواخوږي څرګنده کړه. هغې ټینګار وکړ چې ترهګري یوه نړیواله ستونزه ده چې د نړیوالو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
په دې لیدنه کښې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه ګټورې خبرې وشوې چي په هغي کښي د ترهګرۍ ضد هڅو پیاوړي کول هم شامل وو. دواړو خواوو په روان کال جون کښې د ترهګرۍ ضد خبرو اترو په ترسره کولو موافقه وکړه. په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد د ستراتیژیو او د معلوماتو د شریکولو د ښه کولو په اړه خبرې وشوې.
نقوي د ترهګرۍ پر ضد جګړه کښې د پاکستان د قربانیو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعتراف څخه مننه وکړه. هغه همدارنګه د ترهګرو پر ضد د سختو اقداماتو او د ترهګرۍ ضد جامع پالیسۍ د جوړولو په اړه د پاکستان ژمنه تکرار کړه. هغه د امریکا سره د هغو پاکستاني اتباعو د بیرته ستنولو په برخه کښې د همکارۍ ژمنه وکړه چې په امریکا کښې غیرقانوني دي.
د کورنیو چارو وزیر مملکت طلال چودري چې د امریکا د سیاسي سلاکار زیک هارکین رایډر او د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي سکرټري خرم اغا سره په دې لیدنه کې ګډون کړی وو. د هغه د ټاکل کیدو په اړه بیکر مبارکي ورکړه. چودري د ترهګرۍ پر ضد جګړه کښې د پاکستان نه ستړي کیدونکي قربانیو او د امریکا سره د هغې د ستراتیژیکې ملګرتیا په اړه رڼا واچوله.
نقوي اعلان وکړ چې د اپریل په ۳۰ نیټه به په نیویارک کښې د پاکستان او امریکا د ګډې غونډې کاکس ترسره شي.