لږ تر لږه دوه کسان مړه شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي کله چې د پنجشنبې په ورځ په کويټه کښې د پولیسو ګاډي ته نږدې چاودنه وشوه.
دا چاودنه د کويټې پر ډبل سړک باړيچه مارکیټ ته نږدې شوې ده.
لومړنیو راپورونو کښې ویل شوي چې بم په موټرسایکل کښې ځای پر ځای شوی وو.
په دې برید کښې لږ تر لږه ۲۱ تنه ټپیان شوي چې د درملنې لپاره د کويټه سول روغتون ته وړل شوي دي.