سره له دې چې د پاکستان او هند ترمنځ سوداګري ځنډېدلې ده. سږ کال څلورم ځل دی چې له هند څخه د پاکستان درآمدات زیات شوي دي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ځینو سرچینو ویلي دي چي د ۲۰۲۵ کال په فروري میاشت کښې له هند څخه درآمدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ فيصده زیات شوي او ۲۶.۸ میلینو ډالرو ته رسېدلي دي.
د تېر کال په همدې موده کښې د دې سوداګرۍ حجم ۲۰.۸ میلیونه ډالره و. له دې وړاندې هم د روان مالي کال په اګست او ستمبر میاشتو کښې له هند څخه د وارداتو زیاتوالی ثبت شوی و.
د پاکستان او هند ترمنځ سوداګري د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کښې وځنډول شوه. خو پاکستان وروسته ځینې محدودیتونه نرم کړل. په ځانګړې توګه د ژوند ژغورونکو درملو واردولو ته یې اجازه ورکړه. حکومتي سرچینو دا استثنا تایید کړې ده.
اوسني حکومت په خپل لومړي کال کښې څلور ځله له هند څخه د کلنيو وارداتو زیاتوالی لیدلی دی.
دا خبر په داسې حال کښې خپرېږي چې حکومت د اقتصاد د ثبات لپاره هڅې کوي. د انفلاسیون کچه له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې ده. چې له امله یې د پالیسۍ په نرخ کښې کمښت راغلی دی. پاکستان په دې وروستیو کښې د پیسو نړیوال صندوق سره د خپل ژغورنې پروګرام دویمه برخه او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یې ۱.۳ بيلين ډالره نور پور هم ترلاسه کړی دی.
د پاکستان او هند ترمنځ سوداګري په رسمي ډول د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کښې د کشمیر په اړه د هند د پرېکړې وروسته وځنډول شوه.
پاکستان بیا هم د ځینو اړینو توکو لکه درملو واردولو ته اجازه ورکړې ده.
د اوسني حکومت تر یوه کال د واکمنۍ پورې په هند نه درآمداتو کښې څلور ځل زیاتوالی راغلی دی.
دا خبره په داسې وخت کښې شوې چې حکومت د اقتصاد د باثباته کولو هڅې کوي. د انفلاسيون کچه د ۲۰۱۵ کال له راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ته راټیټه شوې ده. چې له دې امله د پالیسۍ کچه کمې شوې. پاکستان له آيی ایم ایف څخه د ژغورنې پروګرام دویمه برخه ترلاسه کړه او د اقلیمي بدلون د مقاومت لپاره نور ۱.۳ بيلين ډالر پور هم ترلاسه کړل.