د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا د بلوچ بشري حقونو د فعالانو د خوشې کولو غوښتنې ته په کلکه ځواب ورکړی او دغه مطبوعاتي اعلامیه یې له انډول او تناسب څخه لیرې بللې ده.
د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کښې هفته وار خبري کانفرنس ته د وینا پر مهال ویاند شفقت علي خان وویل چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو اعلامیه داسې ښکاري چې د انتخابي او نا تایید شویو رسنیو راپورونو پر بنسټ جوړه شوې ده.
خان وویل چي دا ډېره اړینه ده چې د دې ډول عامه څرګندونې د بې طرفۍ اصولو ته ژمن وي، له انتقادي انتخاب څخه ډډه وکړي، حقیقي دقت منعکس کړي او د وضعیت بشپړ شرایط په پام کښې ونیسي.
خان وویل چې دغه څرګندونې د ترهګریزو بریدونو له امله د ملکي وګړو نقصان کم ښیي. په داسې حال کښې چې د هغو عناصرو جرمونه له پامه غورځوي چې په قصدي توګه عامه خدمتونه ګډوډوي، د تګ راتګ ازادي بندوي او د ناامنۍ فضا رامینځته کوي.
خان زیاته کړه چي هر ډول باوري ارزونه باید دا ومني چې دا عناصر یوازې مظاهره چیان نه دي بلکې د قانون ماتولو او تاوتریخوالي په پراخه مبارزه کښې فعال ګډونوال دي. د دوی د قانون او بشري حقونو سرغړونې نشي له پامه غورځول کیدی.
ویاند زیاته کړه چې مظاهره چیان له ترهګرو سره په همکارۍ کار کوي او د شکایتونو تر پرده لاندې پټ دي.
خان زیاته کړه چې مظاهره چیانو له ترهګرو سره په ګډه هڅې کړي دي. چې په ترهګریزو بریدونو کښې د دولتي غبرګون د مخنیوي لپاره یې لارې بندې کړي دي. هغه په کوېټه کښې د ولسوالۍ روغتون ته غیرقانوني ننوتل د مظاهره چیانو او ترهګرو ترمنځ د اړیکو بېلګه وبلله. ویاند زیاته کړه چې مظاهره چیانو د جعفر ایکسپریس په عملیاتو کښې د وژل شویو ترهګرو پنځه جسدونه نیولي وو. هغه زیاته کړه چې درې جسدونه وروسته ترلاسه شول.
د دې کسانو په ضد قانوني کاروایي په ملک کښې په سختۍ سره د قانون مطابق روانه ده. دا یې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په څېر بیانونه په روانو کیسونو کښې لاس وهنه ده.
سربیره پر دې د ملګرو ملتونو د نظام لخوا د دې ډول انتخابي او غیر متناسب تمرکز نمونه هیڅ رغنده هدف نه لري. خان وویل د برعکس دا په ناڅاپي ډول افراطي عناصر نور هم زړور کوي.
حکومت د خپلو خلکو د ژوند او امنیت ساتلو ته ژمن دی. په ځانګړي توګه په هغو سیمو کښې چې بې ګناه ملکي وګړي د بهرنیانو په ملاتړ د ترهګرۍ قرباني کیږي. خان نور هم وویل چې د حکومت لخوا د مظاهره چیانو په ضد اقدامات د نړیوال قانون سره سم دي.
تیره چهارشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې خپلواکې ډلې یو بیان خپور کړ چې په کښې یې د بلوچ حقونو د مظاهره چیانو په نیولو اندیښنه څرګنده کړې وه. په بیان کښې زیاته شوې وه چې د بلوچ یکجهتي کمیټې په ګډون د بلوچ حقونو ډلو په ضد اقدامات د جعفر ایکسپریس له برید وروسته نور هم ګړندي شوي دي.
موتږ د مارچ د ۱۱مې نیټې د ترهګریز برید ژور دردناک تاثیر درک کوو او مونږ د دې برید قربانیانو ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوو خو یو ځواب چې په خپلسري توقیف، جبري لادرکه کولو او د غونډو د ازادۍ په وړاندې په تاوتریخوالي ډوله کړنو تکیه کوي. هغه درد نه شي کمولی په بیان کښې زیاته شوې وه.
په دې بیان کښې د مهرنګ بلوچ، سمي دین بلوچ او نورو فعالانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه شوې وه او له حکومت څخه وغوښتل شول چې د ملګرو ملتونو د نړیوالې ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ سره سم هغه شرایطو ته پاملرنه وکړي چې ترهګرۍ ته پليټ فارم برابروي.