په بلوچستان کښې امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ څلور وسله وال وژلي دي چې په بېلابېلو سیمو کښې یې لارې بندې کړې وې. اغېزمنې شوې سیمې هم پاکې شوې دي.
ځایي سرچینو ویلي دي چي وسله والو د ګوادر په اورماړې سیمه کښې د ساحلي لویې لارې N-10 او د مستونګ په ژالي سیمه کښې د سیمه ییزې پراختیايي کارپوریشن لویې لارې N-25 تړلې وې. وسله والو دغه راز د کچي ضلعې په کولپور سیمه کښې د سند-بلوچستان N-65 لویه لاره هم تړلې وه او ویل کیږي چې د سړک یوه برخه یې د ټريکټر په واسطه تخریب کړې ده.
په اورماړې کښې وسله والو له کراچۍ تلونکي بس څخه مسافر ښکته کړل او له پېژندنې وروسته یې پنځه تنه په ډزو ووژل. ویل کیږي چې درې نور تښتول شوي دي. د مړو شمېر د لویو لارو د پولیسو SSP حفیظ بلوچ ډان ورځپاڼې ته تایید کړی دی.
خو امنیتي ځواکونو د ورځې تر پایه پورې د لویو لارو د خلاصولو لپاره عملیات ترسره کړل. په دې تصفیوي عملیاتو کښې لږ تر لږه څلور وسله وال وژل شوي دي.
د لارو د بندولو په اړه خپرو شویو ویډیوګانو کښې ښودل شوي دي چې وسله والو د بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ او د بلوچ ازادي غوښتونکي محاذ بیرغونه لېږدول چې لارې یې بندې کړې وې.
یوه امنیتي چارواکي خبر کده ته وویل چې دا ډول بریدونه د ترهګرو سازمانونو له خوا د خپلو ملاتړو څخه د ډیرو پیسو ترلاسه کولو لپاره میډیا ګیمیک دي.
دغه امنیتي چارواکي زیاته کړه چي دا ډول بریدونه پرته له دې چې بې وزله خلک د BLA ترهګرو لخوا لوټ او وشوکول شي. دغه قسم بريدونه هیڅ ارزښت نلري. د ملکي وګړو شتمنۍ زیانمنې او سوځول کیږي چې ډیری یې د بلوچانو دي. هغه زیاته کړه چي دا د بې ګناه خلکو په وړاندې د ترهګرو بې رحمي او ظلم هم څرګندوي.
په اسلام اباد کښې میشت پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (PICSS) په وینا په هیواد کښې د ترهګریزو بریدونو ترټولو لوړه شمېره په فروري میاشت کښې په بلوچستان کښې ثبت شوې ده. په دې صوبه کښې ټول ۳۲ بریدونه شوي چې له امله یې ۳۵ ملکي وګړي او ۱۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. په همدې حال کښې ۱۱ وسله وال هم په دې صوبه کښې وژل شوي دي. په مارچ میاشت کښې جعفر ایکسپریس د سیبي ښار ته نږدې وسله والو وتښتوله چې له امله یې ۲۶ کسان ووژل شول. د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره په یو عملیات کښې ۳۳ ترهګر وژل شوي وو.