۲۶ جون د ملګرو ملتونو لخوا د نشايي توکو د ناوړه استعمال ورځ لمانځل کېږي. د السيد فاونډېشن په بيا رغونې مرکز کې له ۱۰۰ زيات نشهيي کسان تر علاج لاندې دي، چې پکې هر عمر خلک شامل دي، خو زياتره يې ځوانان دي. طارق خان د باجوړ اوسېدونکی دی او د پېښور پوهنتون زدهکوونکی دی، چې د تېرو دوو کالو راهيسې د ائيس په نشه اخته شوی دی. طارق خان په وجود کمزوری شوی او په ځوانۍ کې کمزوری ښکاري. “پوهنتون کې دننه او بهر په اسانه د ائيس نشه ترلاسه کېږي,” طارق خان وويل چې هغه نشه هغه وخت پيل کړه کله چې د کورنۍ له لوري د ښو نمبرو اخستو فشار پرې زيات شو او ده د شپې ويښ پاتې کېدو او زياتو زدهکړو لپاره ائيس کارول پيل کړل. په السيد فاونډېشن کې د نفسياتو او د نشې د علاج ماهره تکريم کنول وويل چې دوی ته د هر عمر خلک راځي، خو زياتره يې ځوانان دي. نوموړې وويل چې په ځوانانو کې ځينې هغه دي چې په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي. تکريم کنول وايي چې زدهکوونکي ځکه د نشې لور ته ځي چې د کورنۍ له لوري پرې د ښو نمبرو اخستو فشار وي او اکثر يې هغه ځوانان دي چې د مورو پلار د څار لاندې نه دي. “چې کله د ځوانانو په مزاج کې بدلون راځي، خبرې کموي او په کور کې شخړې زياتوي، نو مورو پلار ته پکار دي چې له ماهر ډاکټر سره اړيکه ونيسي.” د ملګرو ملتونو د نشې ضد ادارې يو اېن او ډي سي په خپل وروستي رپورټ کې ليکلي چې په ټوله نړۍ کې د نشې استعمال زياتېږي، او د روان کال د جون په رپورټ کې ويلي چې د نشې استعمالوونکو شمېر شپږ فيصده زيات شوی دی. رپورټ وايي، د شرابو او سګرټو پرته، په ۲۰۲۳ کال کې د نشې استعمالوونکو شمېر ۳۱۶ ميليونه وو، چې په ۲۰۱۳ کال کې ۲۴۴ ميليونه وو. د انګرېزي ژبې ډان ورځپاڼې نن په يوه اداريه کې ليکلي چې په پاکستان کې شاوخوا اووه ميليونه خلک نشه کوي، چې زياتره يې ائيس يا کرسټل مېت کاروي. د پاکستان حکومتي چارواکي وايي د نشايي توکو د مخنيوي لپاره کلک ګامونه پورته کوي. د پاکستان د نشايي توکو ضد ادارې اېنټي نارکوټکس فورس د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې نږدې ۲۰۰۰ کيلوګرامه نشايي توکي نيولي، چې تر ټولو زيات نږدې ۹۰۰ کيلوګرامه په بلوچستان کې نيول شوي دي. د خېبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د نشهيي کسانو د علاج لپاره ګڼ شمېر مرکزونه جوړ کړي، چې تر اوسه پکې سلګونه کسانو علاج کړی دی. د ۲۰۲۴ کال د نومبر په مياشت کې د علاج په درېيم پړاو کې نږدې ۱۲۰۰ مريضان ښه شوي او کورونو ته واپس شوي دي. د نفسياتو ماهره تکريم کنول وايي چې حکومت او شخصي ادارې د نشهيي کسانو د بيا رغونې لپاره هر ممکن ګام پورته کوي، خو زياتره ځوانان د علاج وروسته بيا هم هغه ماحول ته واپس کېږي. نوموړې وويل چې د دې مخنيوي لپاره بايد حکومت، مورو پلار او ټولنه خپل مسووليتونه ادا کړي.
