د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د پنجشنبې په ورځ یوه سخته خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې که امریکا په راتلونکي کښې برید وکړي نو ایران به یې په منځني ختیځ کښې امریکايي پوځي اډې په نښه کړي. دا د ایران او اسراییل تر منځ د اوربند وروسته د خامنه یي لومړۍ تلویزیوني وینا وه.
دغه ۸۶ کلن مشر په یوې مخکې ثبت شوې وینا کښې چې د ایران دولتي تلویزیون خپره کړه. هغه ټینګار وکړ چې پر ایران هر ډول برید به ډېر لوی قیمت ولري. هغه په قطر کښې پر یوې لویې امریکايي اډې د ایران وروستي توغندیز برید ته اشاره وکړه. کوم چې پر ایران د اسراییل په بریدونو کښې د واشنګټن له لاسوهنې وروسته شوی و.
خامنه یي وویل چي اسلامي جمهوریت امریکا ته څپېړه ورکړه. دوی په سیمه کښې پر یوې مهمې امریکايي اډې برید وکړ. دا وینا چې په یوه نامعلوم ځای کښې ثبت شوې وه. خامنه یي د نسواري پردې مخې ته ناست و او د ایران بیرغ او د آیت الله روح الله خمیني انځور یې تر څنګ ایښی و.
خامنه یي پر امریکايي هدفونو د ایران د برید کولو وړتیا باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چي دا اسلامي جمهوریت په سیمه کښې مهمو امریکايي مرکزونو ته لاسرسی لري او هر کله چې وغواړي کولی شي پرې اقدام وکړي. دا کومه کوچنۍ پېښه نه ده. دا یوه لویه پېښه ده او دا پېښه په راتلونکي کښې که برید وشي نو بیا هم تکرار کیدی شي.
دا قوي پیغام وروسته له هغه ورکړل شو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې که ایران خپل د ایټمي بډاینې پروګرام بیا جوړ کړي نو امریکا به نور بریدونه په پام کښې ونیسي.