به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ د ایټمي شخړې د ختمولو لپاره د پاکستان پوځي مشرتابه، په ځانګړي توګه فیلډ مارشل عاصم منیر ډېره مرسته کړې ده. ټرمپ د نیټو سرمشریزې په پای کښې په هیګ ښار کښې خبریالانو ته وویل چې هغه د اوکراین او سربیا په ګډون ډېرې نړیوالې ستونزې حل کړې. خو تر ټولو سخته یې د جنوبي ایشیا د دوو ایټمي هېوادونو (هند او پاکستان) ترمنځ ترینګلتیا وه.

ټرمپ وویل چي دا د دې په اړه نه وه چې دوی به کله ایټمي وسلې تر لاسه کړي. لکه څنګه چې مونږ په منځني ختیځ کښې له اسراییلو او ایران سره خبرې کوو. دوی (هند او پاکستان) لا دمخه ایټمي وسلې لري. هغه زیاته کړه چي دا ډېر جدي حالت و.

هغه وویل چې د کړکېچ پر مهال یې هم نوي ډیلي او هم اسلام آباد ته ډېرې ټیلیفوني خبرې کړې. چې په وینا یې د جګړې مخه یې ونیوله. ټرمپ وویل چي حالت ډېر خرابېده. تاسو پوهیږئ چې وروستی برید څومره جدي و. هغه دا ونه ویل چې کومې پېښې ته یې اشاره کوله. ما ورته وویل که تاسو یو له بل سره جګړه کوئ. نو مونږ به هیڅ تجارتي تړون ونه کړو. دوی وویل نه، نه، موږ تجارت کول غواړو. او مونږ ایټمي جګړه ودروله.

ټرمپ وویل چې سوداګري د دواړو خواوو د خبرو اترو لپاره کارول شوې ده. هغه زیاته کړه چي ما دا خبرې د تجارت په اړه په یو لړ ټیلیفوني تماسونو سره پای ته ورسولې. ما وویل که تاسو له یو  بل سره جګړه کوئ نو تجارتي تړون هېر کړئ. دې کار دوی بیا فکر کولو ته وهڅول.

د امریکا ولسمشر د پاکستان له لوی درستیز سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه هم وغږېد. ټرمپ وویل چي هغه رښتیا هم ډېر اغېزناک و. د پاکستان جنرال تېره اونۍ زما په دفتر کښې و. تاسو پوهیږئ چې لومړی وزیر مودي زما یو لوی دوست او یو ستر سړی دی. او ما دوی ته قانع کړل. ما وویل که تاسو جګړه کوئ نو هیڅ تجارتي تړون به نه وي. او دوی پوه شول.

که څه هم ټرمپ په دې عامو څرګندونو کښې د فیلډ مارشل عاصم منیر نوم یاد نه کړ خو مخکې یې هغه ته یو استثنایی انسان او یو الهام بخښونکی شخصیت ویلي و. چې دا ښیي چې دا په حقیقت کښې منیر و چې د سپینې ماڼۍ لیدنه یې کړې وه.

داسې ښکاري چې دا څرګندونې د پاکستان له دریځ سره سمون خوري چې د پردې تر شا د امریکا ډیپلوماسۍ په وضعیت کښې د ارامۍ راوستلو کښې پرېکنده رول لوبولی دی. دا د هند له رسمي دریځ سره توپیر لري. چې په پرله پسې ډول یې ټینګار کړی چې د کړکېچ پر مهال یې په خپلواکه توګه او له بهرني منځګړیتوب پرته عمل کړی دی.

نور ولولئ