| به‌روزرسانی دربارهٔ |15:23

وزیر اعظم محمد شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره بحرین ته روان شو. له هغه سره مرستیال وزیر اعظم او د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار، فدرالي وزیران او لوړپوړي دولتي چارواکي ملګري دي.

د وزير اعظم د دفتر د بیان له مخې، شهباز شریف به د خپل سفر پر مهال د بحرین له پاچا حمد بن عیسی الخلیفه، له ولیعهد او وزیر اعظم شهزاده سلمان بن حمد الخلیفه، او له مرستیال وزیر اعظم شیخ خالد بن عبدالله الخلیفه، او همدارنګه له نورو لوړپوړو مشرانو سره ویني.

د سفر هدف د پاکستان او بحرین ترمنځ د اوږدمهاله، دوستانه او وروڼو اړیکو لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې ګټې لرونکي ستراتېژیک مشارکت پراخول دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په لوړو کچو خبرو کې به د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ټکنالوژۍ، تعلیم او کلتور په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لارې چارې څېړل کېږي.

یادونه شوې چې تېر میاشت د پاکستان ـ بحرین د پارلماني ملګرتیا په لومړۍ غونډه کې دواړو هېوادونو پر دې هوکړه کړې وه چې د نشه‌يي توکو ضد مبارزې، ترهګرۍ ضد مبارزې، د ساحلي ساتنې عملیاتو، د پولو امنیت، مهاجرت او د پولیسو روزنې په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره ګډ کاري ګروپ جوړ کړي. همدارنګه پرېکړه وشوه چې د استرداد، قانوني مرستو او د ځانګړو واحدونو د روزنې په اړه د تفاهم یادښتونه لاسلیک شي.

د وزير اعظم دفتر هیله څرګنده کړې چې دا سفر به د دواړو هېوادونو دودیزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، د همکاریو نوي فرصتونه به پرانیزي او د خلکو تر منځ اړیکې به لا ژورې کړي.

نور ولولئ