په ملګرو ملتونو کې د روس، چین، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې. دوی له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او ټول شموله حکومت جوړ کړي.
دغه څلور اړخیزه ناسته چې په نیویارک کې وشوه. وزیرانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. په دې اعلامیه کې داعش، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM)، تحریک طالبان پاکستان (TTP)، جیش العدل، د بلوچستان آزادۍ پوځ (BLA) او د مجید برید په ګډون یو شمیر ډلې یادې شوې چې سیمې او نړۍ ته یې خطر پېښ کړی.
وزیرانو پر طالبانو ټینګار وکړو چې د ترهګرو روزن ځایونه او تاسیسات له منځه یوسي. د امنیت ترڅنګ په دې اعلامیه کې د یو داسې ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه هم شوې چې ښځو او لږکیو ته ښه شرایط برابر کړي.
دوی د یوه خپلواک، متحد او باثباته افغانستان لپاره خپل ملاتړ بیا تکرار کړو. همدارنګه یې له افغانستان سره د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره خپله لېوالتیا وښودله. دا ۱۱ ماده ایزه اعلامیه په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د څلورو واړو هېوادونو ګډه ژمنتیا په ګوته کوي.
دا ناسته د څلورو هېوادونو ترمنځ د یووالي یوه مهمه شیبه وه چې په افغانستان کې پر روانو ننګونو یې خبرې وکړې او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یې په ګډه کار کولو ته ژمن شول.