به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په خیبر پختونخوا کښې د بنو په ضلع کښې د واپډا هایډرو الیکټرک یونین په مشرۍ د پیسکو ملازمینو د اغوا خلاف احتجاجي پرلت روان دی. ملازمینو د خپلو پنځو ملګرو د خوشې کولو دپاره د اوو ورځو نه د واپډا کالونۍ په دفترونو کښې قلفونه لګولي دي.

​د جمعې په ورځ ملازمینو د خپلو ملګرو د زر تر زره خوشې کولو دپاره د ډي آی خان په روډ لویه مظاهره هم وکړه. چې پکښې د تښتول شوو کسانو کورنۍ او ماشومانو هم ګډون کړی وو. مظاهرین په لاسونو کښې بینرونه اخیستي وو او د حکومت نه یې د فوري کاروائي غوښتنه کوله.

​څو ورځې وړاندې د بنو په پیردل خېلو سیمه کښې مبینه ترهګرو د واپډا پنځه ملازمین تښتولي وو.

​د مظاهرې ګډون والو په جذباتي انداز کښې وویل چې مونږ خو د خلکو خدمت کوو، آخر په کوم جرم زمونږ ملګري تښتول شوي دي؟

​یونین مشرانو او د اغوا شوو کسانو کورنیو په حکومت ټینګار وکړو چې د دې معصومو ماشومانو په خاطر دې تښتول شوي کسان زر خوشې کړي او یا دې حکومت خپله ذمه واري پوره کړي او په زر تر زره دې هغوی راخوشې کړي. ملازمینو ګواښ وکړو چې ترڅو یې ملګري خوشې شوي نه وي، د هغوی احتجاج به روان وي او دفترونو ته به قلفونه لګول جاری وساتل شي.

نور ولولئ