به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د دیر بالا پولیسو او سی ټي ډي د ترهګرو خلاف مشترک اپریشن درېیمه ورځ هم جاري دي. د هاتن درې په غاړه کښې د لټون اپریشن پر مهال پولیسو د ترهګرو له مورچو څخه د یو مهم کمانډر ساجد مړی ترلاسه کړو. دا معلومات د اپر دیر ډي پي او سید محمد بلال ورکړي دي.

پولیسو او سی ټي ډي د ترهګرو ډېر پټنځایونه هم نیولي دي. د پولیسو د سرچینو په وینا د لټون اپریشن لا هم روان دي. د اپر دیر ډي پي او په وینا تر اوسه په دې اپریشن کښې اته ترهګر وژل شوي دي او د پینځو ترهګرو مړي هم ترلاسه شوي دي.

دغه اپریشن د سیمې امنیت لپاره مهم دي او پولیسو ویلي چې دوی به تر هغې خپلې هڅې جاري ساتي تر څو چې د ترهګرو ټول پټنځایونه ویجاړ شوي نه وي.

نور ولولئ