به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د لکی مروت په نورنګ تحصیل کښې د تختی خیل قبیلی او شدت پسندو ترمنځ سخته جګړه شوې ده. د راپورونو له مخې دا نښته هغه وخت پیل شوه کله چې د کمانډر بلال او کمانډر مشکور ګروپونو شدت پسندو د تختی خیل قام څلور ځوانان په زبردستي ونیول او له ځانه سره یې یووړل. په مقابله کښي د تختی خیل قام خلکو پر شدت پسندو برید وکړو.

د قبیلی د ډزو په پایله کښې د شدت پسندو کمانډر فاتح په شمول دوه شدت پسند ووژل شول. بلخوا د شدت پسندو د ډزو له امله د قام یو کس ټپي شوی دی. د سرچینو په وینا دا پېښه د دواړو خواوو ترمنځ د سختې جګړې پایله ده.

امنیتي ادارې د حالاتو د کنټرولولو لپاره هڅې کوي. خو د نورو جزیاتو په اړه لا معلومات نه دي ترلاسه شوي.

نور ولولئ