د پاکستان د حکومت په وینا د این ایف سی د نوې ویش فارمولې د پاره بہ د اگست په ۲۹ نیټہ یوہ غونډہ تقریبا ۱۵ کاله پس کیږی چې د نوې فارمولې په اړه بہ پکې مشورې کیږی.
نن سبا د ټیکسونو ۵۷.۵% صوبو ته او ۴۲.۵% فیصده د وفاقی حکومت ته ځی۔ خو اوس واړه صوبې وایی چې دا فارمولہ سمه نہ دہ او بدلون پکې پکار دی.
صوبې نوې فارمولہ ولې غواړی؟
په دې اړه د خېبر پښتونخوا د مالیې وزیر مزمل اسلم په څرګنده توګه ویلی دی چې اوسنی فارمولہ مناسبہ نہ دہ ځکه چې دا د ۸۲٪ آبادی او یوازې ۱۰.۶٪ پسماندګی پر بنسټ ده. مزمل اسلم وویل چې د آبادی او پسماندګی ترمنځ باید یو توازن راشی.
نورې صوبې لکه بلوچستان ہم د نویو معیارونو لکه طبعی وسایلو او ځنګلونو غوښتنه کوی.
دا وړاندیز د مرکزی پلاننگ وزیر احسن اقبال له نظریاتو سره سمون خوری چې وایی د آبادی په معیار کښې بدلون راوستل پکار دی.
د اقتصاد ماهرو وایی چې د دې نوې فارمولې نه به صوبو ته مالیه زیاتہ میلاویږی او بیا بہ دوی په روغتیایی، تعلیم او نورو بنیادي منصوبو باندې خپلہ پانګه اچولې شی.
د دې سره بہ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې ډیرې ترقۍ وکړی چې تل پکې ترقۍ کمې وی.
اقتصاد پوهه پروفیسر ډاکټر ضیاء الدین خبرکدہ ته وویل چي د این ایف سی بیا جوړښت یو مثبت ګام دی. خو اصلاحات باید د ځمکنیو حقایقو پر بنسټ وی. واړه صوبې لکه بلوچستان او خیبر پښتونخوا د غربت، بې روزګارۍ او د صنعت د نشتوالي په څیر له ستونزو سره مخ دی. نوې فارمولہ باید د غربت له منځه وړلو، د کاري فرصتونو جوړولو او د ترهګرې ستونزو ته توجه وکړی چې په خاصه توګه په خیبر پښتونخوا کښې ترقي کمه ده.
د مرکزی حکومت اندېښنې
ماهرین وایی چې صوبو ته د زیاتو پیسو ورکول بہ د مرکزی حکومت مالیه نورہ ہم کمه کړی. مرکزی حکومت لا دمخه د پورونو ورکولو، دفاعی لګښتونو او مرستو په بوج کښې بند پاتې دی. که چیرې د ټیکسونو وصولی ښه نه شی نو د پاکستان د مالیې خسارہ بہ نورہ هم زیاته شی.
خبریال فدا حسین وایی چې د اتلسم آئینی ترمیم وروسته د دفاع او امنیت نه پرته نور ادارې هم د صوبو تر واک لاندې راغلی دی. اوس دا د صوبو مسؤلیت دی چې په این ایف سی کښې خپلې جائزې غوښتنې وکړی. خو مونږ باید په یاد ولرو چې د پنځو کلونو وروسته مالی ضروریات زیاتیږی او مرکزی حکومت لا اوس هم ډیرې لویې ژمنې لری.