به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

​د پرنسپل رحمت الله د خوشي کولو لپاره د احتجاج نن ۹مه ورځ ده خلکو د وانا او اعظم ورسک سړک بند کړی دی چې له امله یې ګڼه ګوڼه او مشکلات جوړ شوي دي.

​پرنسپل رحمت الله ۹ ورځې وړاندې نامعلومو وسله والو تښتولی و او تر اوسه یې درک نه دی معلوم.

​په دې احتجاجي مظاهره کښې د شخصي سکولونو زده کوونکي، استادان او سیمه ایز سیاسي مشران برخه لري او غوښتنه کوي چې پرنسپل باید ژر تر ژره خوشی شي.

​د پولیسو په وینا د تښتونې په وخت کښې د وسله والو په ډزو کښې دوه ملکي وګړي هم ژوبل شوي وو.

​د مظاهرې کوونکو په وینا له پولیسو او انتظامیې سره خبرې روانې دي خو لا تر اوسه څه پرمختګ نه دی شوی.

​پرنسپل همایون وزیر ګواښ کړی چې که پرنسپل رحمت الله که خوشی  نه شو نو احتجاج به نور هم په اوږدو شي.

​د خلکو او د تعلیمي طبقې په وینا په سیمه کښې د امنیت وضعیت ډېر خراب دی او دا ډول پیښې د تعلیم لپاره خطرناکې دي. احتجاج کوونکو ویلي چې تر هغه وخته به خپل احتجاج جاري وساتي تر څو چې پرنسپل په خیریت سره کور ته نه وي راغلي.

نور ولولئ