پەپښتونخوا کښې د باجوړ په ضلع کښې امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف یوه لویه کاروائي کړې ده. د دې کاروائۍ په ترڅ کښې یې د ماموند په ترخو کلی کښې اته ترهګر وژلي دي. دا کاروائي هغه وخت وشوه چې ترهګرو په امنیتي ځواکونو د برید کولو کوشش کاوو. د معلوماتو ترمخه وژل شوي ترهګر د کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لري. پاکستاني حکومت دې ډلې ته د فتنه الخوارج نوم ورکړی دی.
د امنیتي سرچینو په وینا دا کاروائي د دې سیمې نه د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ د ختمولو لپاره شوې ده. د دې کامیابۍ وروسته د باجوړ ځینې سیمې په مکمله توګه خوندي او د ترهګرو نه پاک اعلان کړی شوي دي. په دې سیمو کښې د امن او امان د بحالۍ لپاره نور ګامونه هم پورته کیږي او ځایي خلکو ته مکمل تحفظ ورکړی کیږي.
چارواکو دا هم وویل چې په سیمه کښې د پټو ترهګرو د ختمولو لپاره اپریشن اوس هم روان دي. په دې کاروائي کښې امنیتي ځواکونو ته څه نقصان د رسیدو اطلاع نشته.
د معلوماتو ترمخه د باجوړ په هغو کلیو کښې چې مخکې د ترهګرۍ نه پاک اعلان شوي وو. هلته ژوند په چټکۍ سره بحال کیږي.
یاده دې وي چې د نهې په ورځ د باجوړ د لوئي ماموند په پنځو کلیو کښې امنیتي ځواکونو د پاکولو اپریشن مکمل کړو.
د ماموند د سېري کلاں، سېري میاګنا، لنډئي کلاں، بلال مسجد ترخو او شمشیرګړھ کلا ترخو کلي خوندي اعلان کړی شوي دي. اوس دې کلیو ته خلک بیرته تلی شي.
ضلعي انتظامیې د هغو کورنیو لپاره د مرحلې په بنیاد د بیرته تللو پروګرام شروع کولو اعلان کړی دی. کومو چې د مخکېنیو جنګونو په وجه دا سیمه پریښودلې وه. چارواکو دا تایید کړه چې په دې سیمو کښې امن او امان په مکمله توګه بحال شوی دی. چې له امله یې خلک د خپل سامان سره خپلو کورونو ته بیرته تلی شي.