د پاکستان د ریل ګاډي وزیر حنیف عباسي د چهارشنبې په ورځ په بلوچستان صوبه کښې د ریل ګاډي خدماتو د بیا پیل کولو اعلان وکړو. دا اعلان یې په جعفر ایکسپریس باندې د روانې میاشتې په پیل کښې د ترهګریز برید وروسته وکړو. هغه دا هم زیاته کړه چې ریل ګاډي به اوس په هفته کښې هره ورځ له صوبې څخه ځي او نه د چي یوازې به په دوه ورځو کښې ځي.
د عباسي په وینا جعفر ایکسپریس به د پنجشنبې په ورځ له پېښور څخه کويټې ته او د جمعې په ورځ به له کويټې څخه پېښور ته ځي. یو ځانګړی د اختر ریل ګاډی به هم له کويټې څخه چلیږي. وزیر د لومړي پړاو په ترڅ کښې د ۵۰۰ ریل ګاډي کارمندانو د ګمارلو اعلان هم وکړ.
په کويټه کښې په یوه خبري کانفرنس کښې وزیر په جعفر ایکسپریس باندې برید وغندلو او د بې ګناه خلکو په مرګ یې ژوره خواشیني څرګنده کړه. هغه د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون او د ډېرو مسافرو د ژوند ژغورلو لپاره د دوی د هڅو ستاینه وکړه.
د وزیر دا اعلان د جعفر ایکسپریس په ۱۱م مارچ د برید وروسته د ۱۵ ورځو لپاره د ریل ګاډي خدماتو د ځنډولو وروسته راځي. د ریل ګاډي خدماتو د ځنډولو او د سړکونو د بندېدو له امله مسافرینو ته ډېرې ستونزې راپېښې شوې. ځکه دوی د بسونو له لارې اوږده او ستونزمن سفرونه کول.
د خبري کانفرنس څخه مخکې وزیر د کويټې ریل ګاډي سټېشن څخه لیدنه وکړه او زیانمن شوی جعفر ایکسپریس یې وکتلو. هغه د ریل ګاډي د ډویژنل سوپریټنډنټ څخه د ریل ګاډي خدماتو د بیا رغونې په اړه معلومات ترلاسه کړل. د وزیر اعلان په بلوچستان کښې د عادي حالت او اړیکې د بیا رغولو په لور یو مهم ګام دی.