د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ریاست «آیاېسپياَر» د خبرپاڼې له مخې، د پوځ لوې درستیز فیلډ مارشال سید عاصم منیر، د نښان امتیاز (ملکي) او هلال جرات صاحب، د شنبې په ورځ په قاهره کې د الاتحادیه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ او هلته یې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره لیدنه وکړه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې دواړو مشرانو د پاکستان او مصر ترمنځ د اوږدمهالو ملګرتیاوو په دوام او پیاوړتیا پراخې خبرې وکړې، او د دواړو هېوادونو د تاریخي ورورولۍ د تازه کولو عزم یې څرګند کړ.
د پوځ ویاند زیاتوي، چې فیلډ مارشال عاصم منیر د سیمهییز ثبات او سولې په ټینګښت کې د مصر د مشرتابه مهم رول وستایه. په همدې ډول ولسمشر السیسي د نړیوالو او د اسلامي امت د سترو مسئلو په برخه کې د پاکستان مثبت او اغېزمن رول ته درناوی څرګند کړ. دواړو لورو د ګډو ستراتیژیکو ګټو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
په اعلامیه کې راغلي، چې دواړه مشران پر دې سلا شول، چې په ټولنیزو، اقتصادي، ټکنالوژیکي او امنیتي برخو کې د همکارۍ د لا پراختیا لپاره به ګډ کار روان ساتي.
لیدنه په دوستانه او رغنده فضا کې پای ته ورسېده، او دواړو غاړو باور څرګند کړو، چې د اقتصادي او امنیتي خبرو اترو پراختیا به د پاکستان، مصر او پراخې سیمې لپاره په سولې، ثبات او امنیت کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.



