به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

امنیتي ځواکونو د باجوړ په ضلع کې د یوې پخې استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شویو عملیاتو کې پنځه ترهګر له منځه وړي دي. دغه عملیات د ماموند تحصیل په بادن کلي کې ترسره شوي، هلته چې د ترهګرو د پټنځای په اړه کره مالومات ترلاسه شوي وو.

د امنیتي سرچینو په وینا، یاد ترهګر د سیمې د یوې جومات یوه برخه د خپل پټنځي او پناه ځای په توګه کاروله. سرچینې زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د خفیه اطلاعاتو له مخې د دوی پر ضد عمل وکړ، هغوی یې له منځه یوړل او سیمه یې له نورو ممکنه ګواښونو خوندي کړه.

تر دې عملیاتو وړاندې د باجوړ د وړه ماموند په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د سختې نښتې راپورونه ورکړل شوي وو. د سیمې اوسېدونکو تایید کړې وه چې په بادنو سیمه کې دواړو لوریو ترمنځ شدیده جګړه روانه وه.

سرچینې وایي چې دا جګړه د امنیتي ځواکونو او د کالعدم تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ترمنځ شوې وه، چې په پایله کې امنیتي ځواکونو عملیات په بریالیتوب سرته ورسول. د وژل شوو ترهګرو له قبضې څخه وسله او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي چې د سیمې د امنیت د ټينګښت او د ترهګرو د پاتې شونو د بشپړ له منځه وړلو لپاره به د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات روان وي.

نور ولولئ