به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

حکومت د ۱۸ بېلابېلو بېنکونو سره نږدې ۱.۲۲۵ ټریلینه روپۍ پور باندې لاسلیک وکړو. څو د انډیپېنډنټ پاور پروډیوسرز (IPPs) پاتې پیسې پرې ورکړي. د دې پور لپاره به په راتلونکو شپږو کلونو کې د خلکو څخه د هر یونټ بجلۍ په بل کې ۳.۲۳ روپۍ سرچارج اخیستل کېږي. د دې معاهدې له مخې حکومت په ۳۰ ورځو کې دننه له بېنکونو څخه د پیسو غوښتنه کولی شي، ترڅو د جرمانې څخه ځان وساتي.


​دا معاهده د وزیر اعظم شهباز شریف او مالیې وزیر محمد اورنگزیب په شتون کې په رسمي ډول په ټیلیویژن خپره شوه. د مالیې وزیر دې اقدام ته لویه بریا وویل او زیاته یې کړه چې دا به د بجلۍ د سیکټر ستونزې حل کړي. وزیر اعظم شهباز شریف هم دې کار ته لویه کامیابي وویل او ویې ویل چې سرکلر ډیټ زمونږ ټولې سرچینې خوري. هغه په راتلونکي کې د بجلۍ د وېش کمپنیو د شخصي کولو او لاین لاسز کمولو په اړه هم خبرې وکړې.

​د مالیې وزارت له مخې د دې پور څخه ۶۵۹ بیلین روپۍ به د پاور هولډینګ لمیټډ (PHL) د پورونو ادا کولو لپاره او پاتې ۵۵۶ بیلین روپۍ به IPPs او پټرولیم ادارو ته ورکول کېږي. دا معاهده به د کرنې، وړو او منځنیو سوداګریو، هستوګنې، تعلیم او صحت په برخو کې هم د نغدو پیسو شتون یقیني کړي.

​د یو راپور له مخې د پاکستان د توانایۍ سیکټر باندې له ۴.۶ ټریلین روپۍ زیات سرکلر ډیټ شتون لري. د واشنګټن د انسټیټیوټ آف انټرنیشنل فنانس په وینا د توانایۍ سیکټر دا پور د جی ډی پي (GDP) نژدې ۴ فیصده دی. چې په ولسي مالیاتو ډیر فشار راوړي. کارپوهان وایي چې دا ګام به د مالي نظم او د پانګوالو باور په برخه کې مرسته وکړي.

نور ولولئ