به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د باجوړ ضلعې لوي ماموند تحصيل په پنځو کليو کښې امنيتي ځواکونو  اپریشن شروع کړو.

​دغه کلي چې سيري کلان، سري ميان ګانه، لوندۍ کلان، بلال مسجد ترخو او شمشير ګړه قلعه ترخو دي. اوس د بې ځايه شوو کورنيو د ستنېدو لپاره خوندي بلل شوي دي.

​د ضلعې انتظاميې د کورنيو د بيا ستنېدو پروګرام پيل کړى دى چې له نښتو وروسته له سيمې بې ځايه شوې وې. چارواکو تاييد کړه چې په دې سيمو کښې امنيت په مکمله توګه ټينګ شوى او اوس خلک خپلو کورونو ته له خپلو مالونو سره ستنېدلى شي.

​د بې ځايه شوو د ستنېدو لړۍ د جمعې په ورځ د ترخو کلي له کورنيو شروع شوه. چارواکو ټينګار وکړو چې د نورو اغېزمنو سيمو څخه د کورنيو ستنېدل به په پړاويزه او منظم ډول وي. څو د هرې سيمې د اوسېدونکو د ستنېدو څخه مخکې امنيتي تصفيه وشي.

​د ضلعې انتظاميې د اغېزمنو ټولنو زغم او مقاومت وستايه او د حکومت له لوري يې د دوامدار ملاتړ او ساتنې ډاډ ورکړ. د صوبايي اسمبلۍ غړي او د ضلعي د ډولپمنټ مشورتي کمېټۍ (DDAC) مشر ډاکټر حميد الرحمن د ستنېدو د خونديتوب تاييد وکړ. حکومت ژمن دی چې د ټولو بې ځایه شویو کورنیو ته باعزته، خوندي او پر وخت ستنېدل يقيني کړي.

نور ولولئ