د فتنہ الخوارج یا د تحریک طالبان پاکستان خلاف په یو ګډ اپریشن کښې لږ تر لږه پنځه وسله وال په پورتنۍ دیر کښې وژل شوي دي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې لپاره یی کار کولو.
د پولیسو د ایلیټ فورس، د سی ټي ډي (CTD) او چټک غبرګون ځواک (RRF) په ګډ اپریشن کښې چې د دیر ضلعي په بېلابېلو پورتنیو سیمو کښې تر ناوخته پورې دوام لرلو. د فتنہ الخوارج وسله وال په نښه شوي دي.
د ګل (دوشنبې) په سهار د راپورونو له مخې په دې اپریشن کښې د ډوباندو، بریکوټ او سلام کوټ هټن درې په سیمو کښې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د پورتنۍ دیر ضلعي د پولیسو مشر (DPO) سید محمد بلال تایید کړه چې د پنځو وسله والو له ډلې د څلورو جسدونه موندل شوي دي. خو د ډزو په لړ کښې د سلام کوټ سیمې یو ملکي وګړی، چې یار محمد نومېږي، هم وژل شوی دی. په دې اپریشن کښې اته پولیس افسران ټپیان شوي دي. د یار محمد جنازه تېره شپه ناوخته د پولیسو په لېن کښې ترسره شوه.
دا اپریشن د اګست په ۱۴مه د زیارت (پنجشنبې) په شپه په پنا کوټ دیر کښې پر یوه پولیسي موټر د وسله والو له برید وروسته ترسره شول. په هغه برید کښې درې پولیس افسران وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.
دا روان اپریشن د دغې وسله والې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي په مقصد دي.