به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع د ټل تحصیل په توراړی سیمه کښې تېره شپه نامعلومو وسله والو د فرنټیئر کور (اېف سي) په یوه چیک پوسټ برید وکړو.

​د پولیسو په وینا په دې برید کښې ۲ اېف سي عسکر شهیدان شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

​ځایی سرچینو ویلي چې دا برید د دوابې د پولیسو تاڼې سره نږدې شوی او وسله والو پکې له درنو او خودکاره وسلو کار اخیستی دی.

​د شهیدانو نومونه سپاهي عبدالغفار او ناییک صدیق حسین دي. ټپیان سمدستي د دوابې نږدې روغتون ته وړل شوي دي چیرته چې ورته درملنه کیږي.

​د عملیاتو ایس پي اسد زیبر ویلي دي چې امنیتي ځواکونو سمدستي ځوابي برید کړی او بریدګر تښتېدلي دي. ځواکونو په سیمه کښې پلټنې پیل کړې او سیمه یې پاکه کړې ده.

​اوس مهال د بریدګرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته. د برید په اړه پلټنې روانې دي.

نور ولولئ