پاکستان چمتو دی چې د ترهګرۍ اړوند قضیو کښې د محاکمو د چټکولو او پرېکړو لپاره بې مخې محکمې پیل کړي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاالله تارړ په کويټه کښې رسنیو ته وویل چي دا بحث حتی د خضدار له دې پېښې مخکې روان دی چې مونږ باید بې مخې محکمې ولرو. ځکه چې د ترهګرو د سزا ورکولو کچه ډېره ټیټه ده او دوی له محاکمې څخه خلاص شي.
د راپورونو له مخې په بلوچستان کښې یوازې نهه د ترهګرۍ ضد محکمې شتون لري. چې په کويټه کښې یې قضیې د نورو ښارونو په پرتله ډېرې پاتې دي. چې هلته د سیشن قاضیان د محاکمو مشري کوي.
تارړ وویل چي څرګنده ده چې قاضیان هم انسانان دي او دوی کورنۍ لري او محافظت ته اړتیا لري. له هم دې امله په ډېرو هیوادونو کښې بې مخې محکمې ډېرې عادي دي. په کولمبیا کښې د نشه يي توکو مافیا د بې مخې محکمو په واسطه کنټرول شوې او دا خپلې ګټې لري.
هغه دا هم وویل چې د قانون وزیر ته د وزیراعظم لخوا د دې کار پیل کولو دنده سپارل شوې ده.