به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د خېبر تيراه په ملک دين خېل سيمه کې څو ورځې وړاندې درې ځايې اوسېدونکي وسله والو تختولي وو او بيا يې وژلي وو۔ ځايي خلک وايي د هغې روستو مشران او ځوانان راټول شوي او د لښکر جنود الخېبر په نامه يي لښکر جوړ کړې دې۔


د جنودالخېبر لخوا جاري شوي يو خبر پاڼه کې ليکل شوي چې څوک د ترهګرو سره همکاري کوي دوي به يې په ضد ګام پورته کوي۔ لښکر لخوا ويلي شوي څوک چې ترهګرو ته خوراک، اوبه او پناه ورکوي نو هغوي به مخالف ګڼل کيږي۔


ځايي خلکو خبر کدې ته ويلي لښکر ته د ځايي ځوانانو او مشرانو ملاتړ ترلاسه دې۔ دې نه وړاندې هم په پخوانۍ قبايلي سيمو کې د وسله ضد د امن لښکرو په نوم ډلې جوړې شوې وې کومو چې به د امنيتي ادارو سره د وسله والو مخنيوي کې مرسته کوله کوم چې بيا روسته د حکومت لخوا ختم کړې شو۔
په نزديو کې د خېبر پښتونخوا په دير، لکي مروت او نورو سيمو کې هم ځايې خلک د ترهګرو ضد راپاسېدلې او ويلي يې دي چې خپلو سيمو کې به يې د

عامو خلکو وژنو،امنيتي ادارو عسکرو او نورو وران کاريو ته نه پريږدي۔


د خېبر د تيراه سيمو خلکو د لښکر جوړولو اعلان په داسې حال کړې چې د ملک دین خیل سیمې د زنگي کلي څخه درې ځوان اوسیدونکي، نوید د شیر غلام زوی، ابراهیم د ډاکټر موسویر زوی او صمد د پایو ګل زوی، د دوی له کورونو تښتولي وو۔

ځايي خلک وايي دغه درې وژل شوي تنانو جسدونه د وژل کېدو روستو په کلي کې موندل شوي وو۔ .
په وژل شوو کې نوید د خپلو والدینو یوازینی زوی وواوبل وژل شوي ځوان ابراهیم دوه اوونۍ وړاندې واده کړی وو.
تر اوسه هیڅ وسله والې ډلې د دې وژنې مسؤلیت ندی منلی

د لښکر تاريخ
په پښتنو قبایلو کې، لښکر اکثراً د یوې قبایلي یا ټولنیزې ډلې هغه وسله وال جنګیالي دي چې د خپلې قبيلې، کلي یا سیمې د دفاع، عزت یا جنګي موخو لپاره راټولیږي. دا روایت د پښتنو د پښتونوالي کوډ او د دوی تاریخي-کلتوري ارزښتونو سره ژوره اړیکه لري

نور ولولئ