وزیراعظم میاں محمد شهباز شریف به د مې له ۲۵مې تر ۳۰مې پورې ترکیې، آذربایجان، ایران او تاجکستان ته مهم سفر وکړي. په دې موده کښې به هغه دغو هیوادونو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو لا پیاوړتیا، سیمه ایز وضعیت او نړیوالو چارو په اړه تفصيلي خبرې وکړي.
په دې سفر کښې به وزیراعظم د هغو هیوادونو له مشرانو څخه مننه هم وکړي چې د پاک- هند ترنګلتیا پر مهال یې د پاکستان ملاتړ کړی و.
د مهال ویش له مخې وزیراعظم به د مې په ۲۹مه او ۳۰مه په تاجکستان دوشنبه کښې د ګلیشیرونو په اړه په نړیوال کانفرنس کښې هم ګډون وکړي. دا کانفرنس به د نړیوال اقلیمي بدلون او د ګلیشیرونو ویلې کیدو په څېر پر مهمو ننګونو رڼا واچوي.