تېره دوشنبه ده کرک په سیمه کښې د امن او سوکالۍ د ودې لپاره یوه لویه جرګه وشوه. دا جرګه په ضلعې سیکرټریټ کښې جوړه شوې وه او پکښې د صوبایي اسمبلۍ غړو، قبایلي مشرانو، لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو، د سیمه ایزو تنظیمونو، وکیلانو او ښاري ادارو استازو ګډون کړی و.
په مهمو ګډون کوونکو کښې د نهم ډويژن مشر (GOC) میجر جنرل ذوالفقار علي بهټي هم شامل و. د دې ترڅنګ د زراعت صوبایي وزیر میجر سجاد بارکوال، د تحریک انصاف پارټي د جنوبي سیمې صدر ایم این ای شاهد خټک، د کوهاټ کمشنر معتصم بالله او آر پی او عباس مجید هم موجود وو.
جرګې ته په خپله وینا کښې میجر جنرل بهټي د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د ټولو وسایلو په کارولو ټینګار وکړ. هغه وویل چې د امن ټینګول یوه ګډه اجنډا ده او هر هغه څوک چې د ریاست واکمني وننګوي او امن خرابوي، هغه به ګډ دښمن ګڼل کیږي. هغه دا هم وویل چې د ښه او بد طالب فرق اوس ختم شوی دی.
میجر جنرل بهټي د غیر روایتي جګړې په ستونزو رڼا واچوله او ویې ویل چې دا اکثراً د روایتي جګړې په پرتله اوږده او سخته وي. هغه په دې ډول جګړه کښې د عامو خلکو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په کرک او شاوخوا سیمو کښې د لویو پوځي عملیاتو اړتیا نشته.
هغه جرګې ته ډاډ ورکړ چې پوځ به هر چیرې چې خلک ورته اړتیا ولري خپل خدمات وړاندې کړي. هغه وویل چې وروستۍ مقصد په بشپړه توګه د ترهګرۍ له منځه وړل دي.
تر دې وړاندې د فرورۍ په لسمه هم یوه جرګه شوې وه چې پکې غوښتنه شوې وه چې وسله وال دې سیمه پریږدي. که نه وي نو قبایلي لښکر به د هغوی پر ضد عملیات پیل کړي.