نن د تیلو بیې په ډراماټیک ډول راټیټې شوې. چې د دوه اوونیو ټیټې کچې ته ورسېدې. دا وروسته له هغه وشول چې اسراییلو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د ایران سره د شخړو پای ته رسولو لپاره د اوربند وړاندیز ومنل. دې پرمختګ په منځني ختیځ کښې د تیلو رسولو د خنډونو وېره کمه کړه. چې دا سیمه د نړۍ د انرژۍ بازارونو لپاره ډېره مهمه ده.
د برینټ خامو تیلو فیوچرز (راتلونکي قراردادونه) د سهار ۰۶:۴۵ بجو ۳.۸۲ ډالره یا ۵.۳ سلنه راټیټ شول او ۶۷.۶۶ ډالرو ته ورسېدل. په ورته وخت کښې د امریکا ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ (WTI) خام تیل ۳.۷۵ ډالره یا ۵.۵ سلنه کم شول او ۶۴.۷۶ ډالرو ته راښکته شول. دا زیانونه په تېره سوداګریزې غونډې کښې له ۷ سلنې څخه ډېر د پام وړ کمښت وروسته راځي.
د بازار احساسات وروسته له هغه بدل شول کله چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تایید کړه چې اسراییل د تهران د ایټمي او بیلسټیک توغندیو وړتیاو د بې طرفه کولو هدف ترلاسه کړی او د اوربند شرایطو سره به موافقت وکړي.
د ولسمشر ټرمپ لخوا د دوشنبې په ورځ اعلان شوې چي د معاملې له مخې ایران د سمدستي اوربند پلي کولو سره موافقه وکړه او اسراییل به ۱۲ ساعته وروسته ورسره یوځای شي. که دواړه خواوې سوله وساتي نو د ۱۲ ورځو شخړه به په رسمي ډول په ۲۴ ساعتونو کښې پای ته ورسیږي.
د IG بازار شنونکي ټوني سیکامور وویل چې دې خبرې د جیوپولیټیک خطر پریمیم (اضافي نرخ) لرې کړ. چې تېره اوونۍ یې د تیلو بیې لوړې کړې وې. هغه وویل چي د اوربند اعلان په مؤثره توګه ډېر فشار له منځه یوړ چې د سیمه ایزې جګړې د وېرې له امله د تیلو بازارونو کښې شامل شوی و.
ایران چې د اوپیک (OPEC) یو مهم غړی او د بلاک دریم لوی خام تیل تولیدوونکی دی. د خپلو صادراتو پر احتمالي محدودیتونو مخ په زیاتیدونکي اندیښنو سره مخ و. تمه کیږي چې دا د کړکیچ کمول به له سیمې څخه د بې خنډه عرضې په اړه باور بیرته راولي.
شنونکو یادونه وکړه چې اوربند کولی شي د تیلو بازارونه ډېر باثباته حالت ته راولي. د فیلیپ نووا (Phillip Nova) لوړ پوړي بازار شنونکي پرینکا سچدیوا وویل که اوربند دوام وکړي. نو بازارونه ښایي بیا بنسټیزو عواملو ته مخه کړي او له جنګي بې ثباتۍ څخه لرې شي.
هغې زیاته کړه چې د تیلو سوداګر به د تړون څخه د کومې خوا د سرغړونې نښو ته پام وکړي. هغې وویل چي د دې اوربند دوام به د نږدې مودې د تیلو بیې په شکل ورکولو کښې مهم وي.
په وروستیو ورځو کښې په شخړه کښې د متحده ایالاتو د مستقیمې نظامي ښکیلتیا په ځانګړې توګه د ایران پر ایټمي سایټونو د بریدونو وروسته اندیښنې زیاتې شوې وې. پام په چټکۍ سره د هرمز تنګي ته واوښت. چې د ایران او عمان ترمنځ یو ستراتیژیک سمندري چوکپواینټ دی. چې د نړۍ د تیلو نږدې پنځمه برخه له لارې تیریږي. په دې دهلیز کښې خنډ د دې وېرې لامل شوی و چې بیې به تر ۱۰۰ ډالرو پورې ورسیږي.
په هرصورت د شخړې د سمدستي ګواښ په کمیدو سره سوداګر اوس بیا راتلونکي ته کتنه کوي. سیکامور زیاته کړه چي د تکنیکي پلوه په شپه کښې تیز کمښت د ۷۸.۴۰ ډالرو او ۸۰.۷۷ ډالرو ترمنځ قوي مقاومت پیاوړی کوي. چې دا په اکتوبر ۲۰۲۴ او جون ۲۰۲۵ کښې لوړې کچې ته رسیدلي وې. د بیو د دې حد څخه د پورته کولو لپاره به یو خورا ویجاړونکی پیښه اړینه وي.
اوس مهال د تیلو نړیوال بازارونه د څو ورځو ډراماټیکو بدلونونو وروسته ساه اخلي ځکه چې پام دې ته اوړي چې ایا دا نازکه سوله به دوام وکړي.