د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له اسراییلو سره د اوربند په اړه هېڅ ډول تړون نشته. دا خبره یې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه بیان پر ضد کړې چې ویلي یې و اوربند شوی دی.
عراقچي د سه شنبې په سهار پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي لکه څنګه چې ایران په وار وار ویلي چي اسراییلو پر ایران جګړه پیل کړې نه ایران پر اسراییل باندي پیل کړې ده. تر اوسه د اوربند یا د پوځي عملیاتو بندولو په اړه هېڅ ډول تړون نشته.
د عراقچي دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړ او ټولیز اوربند اعلان وکړ. خو عراقچي روښانه کړه چې د ایران پوځي عملیات به یوازې هغه وخت ودریږي که اسراییل خپله جګړه د تهران پر وخت سهار ۴ بجې (.۰۳۰ GMT) پای ته ورسوي.
هغه ټینګار وکړ چې د پوځي عملیاتو د بندولو وروستۍ پریکړه به وروسته کیږي. عراقچي تایید کړه چې د ایران پوځي عملیات تر ټاکلي وخت پورې دوام لري او د هېواد د دفاع په برخه کښې یې د ایران له وسله والو ځواکونو مننه وکړه.
دا انکار وروسته له هغه کیږي چې ایران د دوشنبې په ورځ د قطر په العدید کښې د امریکا پر پوځي اډې لوی توغندیز برید وکړ. چې تاوتریخوالی یې نور هم زیات کړ.
دا برید وروسته له هغه وشو چې امریکا د یکشنبې په ورځ د ایران پر دریو ایټمي تاسیساتو بریدونه وکړل چې دا د امریکا په ملاتړ پر ایران د اسراییلو پوځي برید وروستۍ جګړه وه چې د جون په ۱۳مه پیل شوه.
