امنیتي ځواکونو د ترهګرو پر ضد په یوه لویه او بریالۍ عملیات کې ۸ ترهګر وژلي او ۵ نور یې سخت ټپیان کړي دي. دغه عملیات د جمعې په ورځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس د خیبر پښتونخوا د لکي مروت په وانده شیخالله سیمه کې ترسره شول.
د امنیتي سرچینو په وینا، ځواکونو په لوړه کچه پوځي وړتیا او چټک غبرګون وښود، چې له امله یې ترهګرو ته د تېښتې یا متقابل برید کوم فرصت برابر نه شو.
سرچینې زیاتوي چې په سیمه کې د نورو احتمالي ترهګرو د شتون د اندېښنو له امله د لټون عملیات لا هم روان دي، څو سیمه په بشپړه توګه خوندي شي. امنیتي ځواکونه وایي چې په هېواد کې د ترهګرۍ د بشپړ ختمولو لپاره کلک او بې له شکه هوډ لري.



